یو ایرانی سیاسي فعال د استخباراتو په توقیف‌ځای کې مړ شوی

پیمان ګلواني

د ایران د کردانو سیاسي فعال پیمان ګلواني په شمال لوېدیځ اورمیا ښار کې د استخباراتو په توقیف ځای کې مړ شوی دی.

له دې تقریباً ۲۴ ساعته مخکې په همدې زندان کې بل سیاسي بندي موسا اسماعیلي هم مړ شوی و.

د ایراني کردانو د بشري حقونو ډلې هینګوا پرون وویل ګلواني له توقیف‌ځای څخه د اورمیا ښار د خمیني روغتون ته له انتقال وروسته هلته سا ورکړه.

ګلواني د جون په ۲۵مه هغه مهال ونیول شو چې امنیتي ځواکونو په مهاباد ښار کې له خپل کوره وایست.

که څه هم د ګلواني کورنۍ بیا بیا هڅې وکړې چې د هغه د نیول کېدو علتونه روښانه کړي، خو له چارواکو څخه یې هېڅ ځواب ترلاسه نه‌کړ.

کردپا خبري آژانس راپور ورکړی چې ګلواني له یوه مخالف کرد ګوند سره یوځای شوی و.