موندنې: د اوکراين په جګړه کې نږدې ۵۰زره روسان وژل شوي

ارشیف، د یوه روسي سرتېري مړی

د یوې لومړنۍ خپلواکې ارزونې پایلې ښيي چې د اوکراین په جګړه کې نږدې ۵۰ زره روسان وژل شوي دي.

دغه احصائیوي ارزونه د روسیې دوو خپلواکو رسنیو مېډیا زونا او مېدوزا له‌خوا د جرمني د توبینګڼ پوهنتون د احصائیې د يو استاد په همکارۍ شوې ده.

په دغې ارزونه کې چې اوکراین کې د مسکو د رښتیني انساني بیې یو راز ښکاره شوی، د روسیې له دولتي ارقامو استفاده شوې ده.

دا ارزونه داسې مهال خپره شوې چې د لوېدیځو اژانسونو په وینا، کیف او مسکو په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګ‌ژوبلې معلومات په وخت نه‌شریکول.

روسیې د اوکراین په جګړه کې په رسمي ډول د خپلو شپږ زره سرتېرو وژل تأیید کړي او د روسیې خبریالان او فعالان وایي، د پوځي مرګ‌ژوبلې په اړه راپور ورکونه له ډېرو ننګونو سره مخامخ ده او هغه څوک چې دا کار کوي، ځورول کېږي او له جنایي احتمالي تورونو سره مخامخېږي.