​​​​​​​پېرو کې ۲۳ افغانان د قاچاق کوونکو له منګولو ژغورل شوي

د پېرو ملي بیرغ

د پېرو چارواکي وایي، ۲۳ افغانان‌یې پرون یکشنبه د برازیل پولې ته نږدې د قاچاق کوونکو له منګولو ژغورلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د پېرو د لویې څارنوالۍ د دفتر په حواله لیکلي، دغو افغانانو قاچاق وړونکو ته پیسې ورکړې وې چې اکوادور ته‌یې ورسوي.

خبر کې راغلي چې قاچاق وړونکو دغه خلک غولولي او د پیسو له اخیستو وروسته‌یې د برازیل پولې ته نږدې داسې یوه کور کې اچولي وو چې خوړو ته‌یې لاسرسی نه‌درلود.

ویل شوي چې په دغو ژغورل شویو افغانانو کې ۴ ماشومان هم شامل دي چې یو یې د دوو میاشتو دی.

د پېرو چارواکو دا نه‌دي ویلي چې دغو افغانانو قاچاق وړونکو ته څومره پیسې ورکړې وې.