په هلمند کې د تښتول شویو دوو ماشومانو جسدونه موندل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعیت

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د هغه دوو ماشومانو جسدونه موندل شوي چې درې ورځې وړاندې تښتول شوي وو.

د هلمند ځايي طالب چارواکي وایي، تښتوونکو د دغو هلکانو له کورنۍ څخه د دوی د خوشې کېدو په بدل کې د درېیو میلیونو افغانیو غوښتنه کړې وه.

د سرچینې په وینا، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د هلمند ځایي سرچینې زیاتوي چې تښتوونکو ماشومان وژلي او وروسته یې د اوبو په یوه څاه کې اچولي وو.