یو شمېر افغان خبريالان: معلوماتو ته لاسرسی نه‌لرو

ارشیف: د افغانستان د بېلابېلو رسنیو خبریالان

د افغانستان د خبریالانو د بنسټ مشر حجت الله مجددي د یو شمېر هغو خبریالانو شکایتونه تایید کړل چې وایي، په خپل وخت اطلاعاتو ته لاسرسی نه‌لري.

يو شمېر خبریالان وایي، د طالبانو د حکومت ویاندویان له دوی سره په خپل وخت معلومات نه شریکوي.

مجددي تېر ماښام ازادي راډیو ته د دغو خبریالانو ستونزې پر ځای وبللې او ویې ویل: "دغه شکایتونه موږ ته هم رسېدلي، له بده مرغه وضعیت کله ناکله خرابېږي او کله هم ښه وي، خو په دې وروستیو وختونو کې له مرکز او ولایتونو اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په برخو کې موږ شکایتونه ترلاسه کړي دي."

مجددي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د ریاست د ایجادولو لپاره د وروستۍ پرېکړې سره سره بیا هم معلوماتو ته لاسرسی نه‌دی ګړندی شوی.

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال رسنیو ته ویلي، د طالبانو د حکومت ټول ویاندویان مکلف دي په خپل وخت اطلاعات له رسنیو سره شریک کړي.