'ډبلیو ایف پي' په افغانستان کې دننه د ۱۹ ټنه بشري مرستو د رسولو خبر ورکړی

ارشیف: په افغانستان کې په بېلابېلو خوراکي توکو بار د ډبلیو ایف پي موټرې

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، روان میلادي کال یې د ملګرو ملتونو د بشري هوايي خدماتو د ادارې په همکارۍ افغانستان کې څه باندې ۱۵۰۰ الوتنې کړي او نږدې ۸۵۰۰ مسافر او ۱۹ ټنه د بشري مرستو بستې یې رسولي.

په دې بستو کې طبي تجهیزات، دارو درمل او واکسینونه شامل و.

دغې ادارې نن په خپل ټویټر کې په دې باب نور توضیحات نه دي ورکړي، چې دغه الوتنې کومو کومو ولایتونو ته شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې شاوخوا لس ورځې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د روان کال د اکټوبر تر پایه به د دوی د خوراکي توکو د وېش زېرمې ختمې شي او د هغې میاشتې تر پای پورې له پنځو ميلیونو اړو افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کولای شي.