طالبانو د صادراتو په کچه کې د زیاتوالي ادعا کړې

تورخم ته نږدې په سوداګریزو توکو بار موټرې

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه دېرش میلیارده او ۵۳۶ میلیون افغانۍ او د وارداتو کچه یې څه باندې ۱۷۳ میلیارده افغانۍ وه.

دې وزارت پر خپله ویبپاڼه دا خبر ورکړی او ورسره یې لیکلي چې، د همدې مودې په ترڅ کې له لس زرو زیاتې سوداګریزې محمولې چې ټول وزن یې له ۳ لکه ټنو اوړي د افغانستان له لارې په ټرانزیټ ډول نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

دا ادعا داسې مهال کېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د هېواد اقتصاد له بحران سره مخامخ شوی او د وارداتو او صادراتو سکتور یې هم سخت زیانمن شوی دی.