سویډن کې د قرانکریم سوځول؛ په غبرګون یې پاکستان کې مظاهرې شوي

پاکستان کې مظاهره چیانو د سویډن بیرغ وسوځاوه

وروسته له دې چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په سویډن کې د قرانکریم د سوځولو پر وړاندې د مظاهرې راوبللې په لاهور، کراچۍ او د اسلام‌اباد په ګډون په ډېرو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

اسوشېټېډپریس خبري آژانس راپور ورکوي چې په یو شمېر غونډو کې له سویډن سره د پاکستان د ډيپلوماتیک پرېکون غوښتنه هم وشوه.

په پاکستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې دا مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې په سویډن کې یوه دېره عراقي وګړي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د سویډن د پلازمېنې ستوکهولم د لوی جومات مخې ته د مسلمانانو سپېڅلی کتاب قرانکریم تر پښو لاندې کړ او څو پاڼو ته یې اور واچاوه.