د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزیره جنت یلن وايي، د نړۍ دوه لوی اقتصاد لرونکي هېوادونه امریکا او چین باید د اقلیمي بدلون د موجوده ګواښ پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.
مېرمن یلن نن شنبه د چین له حکومتي چارواکو او د اقلیم له متخصصانو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې.
پېکېنګ ته د سفر پر مهال د امریکا د خزانې وزیرې ویلي، د امریکا او چین ترمنځ د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره پخوانۍ همکارۍ ځینې پرمختګونه درلودل، چې یوه بېلګه یې د پاریس د ۲۰۱۵م کال تړون و.