امریکا کې ګڼو فعالانو د یوه افغان د وژنې په تړاو د انصاف غوښتنه کړې

افغان وګړی نصرت احمدیار واشنګټن ډي سي کې وژل شوی دی.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ګڼو فعالانو د یوه افغان د وژنې په تړاو د انصاف غوښتنه کړې ده.

په واشنګټن ډي سي کې د نصرت احمدیار په نوم افغان چې دوه کاله مخکې امریکا ته کډه شوی و، د لیفت په نوم شرکت لپاره یې ټکسي چلوله، د دوشنبې سهار وختي د څلورو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.

په افغانستان کې پخواني سرتېري سکاټ کریګان لیکلي، چې له احمدیار مېرمن او څلور اولادونه پاتې دي.

د امریکا این بي سي نیوز پرون راپور ورکړی، چې دغه ۳۱ کلن افغان په افغانستان کې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره د ترجمان په توګه کار کړی دی.

د دغه افغان له کورنۍ سره د مرستې لپاره په انلاین بڼه د بسپنې ټولولو دوه کمپاینونه شروع شوي چې تر جمعې یې ۶۰زره امریکايي ډالره راټول کړي دي.

د دې قتل انګېزه لا معلومه نه ده، خو د امنیتي کامرو په ویډیو کې څلور کسان د پېښې له ځایه د تېښتې په حال کې ښکاري.

پولیسو ویلي، هغه کس ته به ۲۵زره ډالره جایزه ورکړي، چې معلومات یې د تورنو کسانو د نیولو یا هم محکومېدو سبب شي.