کرکټ؛ نن د افغانستان او بنګله‌دېش دویمه یو ورځنۍ سیالي ده

د بنګله‌دېش او افغانستان ترمنځ د کرکټ د روانو سیالیو یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ هیله من دی، چې افغانستان به وکړای شي په بنګله‌دېش کې له کوربه هېواد نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ سیالي هم وګټي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "تمه کېږي چې نننۍ دویمه لوبه هم ښه ترسره کړو. ښه لوبډله او پیاوړي اوپنران لرو. په میډل کې د رحمت شاه او حشمت اله شهیدي په شان قوي بېټسمنان لرو. دغه راز محمد نبي عیسی‌خېل او عظمت عمرزی لرو. بیا په لو ارډر کې خپله راشد خان ښه قوي الراونډر دی."

افغانستان توانېدلی په خپله لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې کوربه بنګله‌دېش ته د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړي.

دواړه هېوادونه به خپله درېیمه یو ورځنۍ سیالي راروانه سې‌شنبه وکړي او بیا به دوې شل اووره سیالي کوي.

لومړۍ شل اووره سیالي به راروانه جمعه او بله د جولای پر ۱۶مه وکړي.