په سوریه کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۶ کسان مړه شوي

د سوریې د مرکزي سیمې یو انځور

د سوریې په مرکزي برخه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان د یوې مرګونې ترافيکي پېښې په نتیجه کې مړه شوي دي.

روغتیايي سرچینو او دولتي رسنیو پرون جمعه راپور ورکړی چې دا په دغه هېواد کې د ۲۴ ساعتونو پر مهال دویمه وژونکې پېښه ده.

په حُمص کې د روغتیا رییس ډاکتر مسلم عطاسي د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د حمص د ختیځ په ۲۰ کیلومترۍ کې د پرونۍ ترافیکي پېښې له کبله د دوو کورنیو ۱۵ غړي مړه شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

پېښه هغه وخت وشوه، چې یوه کوچنۍ لارۍ چې دغه کورنۍ یې لېږدولي له لویې لارۍ سره ټکر وکړ. په پېښه کې شپاړلسم مړ تن، د لویې لارۍ چلوونکی و.

د پنجشنبې په ورځ بیا په حما ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۶ کسان مړه او ۳۸ نور ټپیان شوي وو.