په افغانستان کې د القاعده د فعالیتونو په اړه د بايډن ادعا له واقعیته لرې وبلل شوه

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي، دا چې ولسمشر بایډن ادعا کوي چې نور په افغانستان کې القاعده فعالیت نه کوي او یا دا چې طالبان یې په یو ډول په سیمه کې د ملي امنیت په شریکانو بدل شوي، په بشپړه توګه له واقعیت لرې دي.

د جمهوري پال مککال په یو بیان کې چې نن د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېټې خپور کړی ویل شوي، د جو بایډن څرګندونې یوازې د طالبانو او القاعده شبکې د پخوانیو اړیکو د سپينولو یوه هڅه تفسیر کېدای شي.

وړاندې د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر له قوله دا هم ویل شوي دي چې د ښاغلي بایډن څرګندونې ښايي د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو په لور د متحده ایالاتو د نږدي کېدو لپاره هڅه وي.

دا داسې مهال ده چې تازه د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو پټ راپور په ځینو برخو د هغه څه له کبله نیوکې شوي چې د کابل څخه د تخلیې په مدیریت کې د بایډن د ادارې تېروتنې بلل شوي دي.

خو ولسمشر بایډن چې تر دې مخکې یې د افغانستان څخه د وروستیو امریکايي سرتېرو د ایستلو د څرنګوالي دفاع کړې، د هغه څه په اړه چې د ده د ادارې تېروتنې بلل شوي وویل: "په یاد مو دي، چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي وو؟ ما ویلي وو چې القاعده به هلته نه‌ وي. ما وویل، چې د طالبانو څخه به مرسته وغواړو. اوس چې څه روان دي، په خپلو رسنیو کې وګورئ، ما سم ویل."

د طالبانو د امریکا د ولسمشر جو بایډن دا څرګندونې د حقیقت درک بللي.