طالبان: په سمنګان کې د ومان شاوخوا ۴ زره کیلوګرامه بوټي کشف او سوځول شوي

ارشیف

په سمنګان ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د ومان شاوخوا ۴ زره کیلوګرامه بوټي یې کشف او سوځولي دي.

ومان د ښیښې په نوم مخدرو موادو په جوړولو کې کارول کېږي.

د سمنګان امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې دا بوټي په مرکز ایبک ښار کې د امنیه قوماندانۍ د کارکوونکو د هڅو په نتیجه کې کشف او وروسته وسوځول شول.

د بیان له مخې په دې تور دوه مشکوک کسان هم نیول شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته که څه هم د مخدروموادو د تولید کچه په نسبي ډول کمه شوې ده، خو افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مخدروموادو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی.