بریتانیا په افغانستان کې روانو ستونزو ته د حل لار لټوي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر رابرټ ډیکسن کابل کې د لیدنې پر مهال. 06.07.2023

د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر وايي، کابل ته د سفر پر مهال یې د هغو فرمانونو په اړه د طالبانو چارواکو ته خپله اندېښنه څرګنده کړه چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.

رابرټ ډیکسن چې نوی په دې دنده ګومارل شوی وايي، کابل ته د دې لپاره راغلی چې په افغانستان کې روانو ستونزو ته یوه حل لاره ومومي.

نوموړی وايي چې د ده سفر د افغانستان د مثبتې راتلونکې لپاره د بریتانیا د ژمنې څرګندونه کوي.

مخکې له دې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي و، بریتانیا له افغانستان سره د اړیکو د ښېګڼې لپاره هیله څرګنده کړې او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي غوښتنه کړې چې بریتانیا دې له افغانستان سره ډاډمن تعامل وکړي.

پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه هغه ستونزه ده چې بریتانیا او د نړۍ نور هېوادونه یې د طالبانو له حکومت سره په مخالفت کې درولي دي.