نيوزيلنډ له افغانستان سره د ۱۱ ميلیون ډالرو مرسته کوي

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیره نانایا ماهوتا

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې هېواد یې ملګرو ملتو ته ۱۱ میلیون ډالره ورکوي چې په افغانستان کې یې پر بشري چارو ولګوي.

نانایا ماهوتا وویل: "افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له سخت بشري بحران سره مخامخ دی او په درو کې څه باندې دوې برخې افغانان بشري مرستو ته اړ دي. د خوراکي موادو د نه مصونیت ترڅنګ افغانان طبي خدماتو، د څښاک پاکو اوبو او زده کړو ته سخته اړتیا لري."

دې همدا راز وویل چې نیوزلنډ له افغانانو سره د مرستو دوام ته ځان ژمن ګڼي او له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنه ښيي.