له چين څخه په سوداګري مالونو بار یو رېلګاډی افغانستان ته روان شوی

په بلخ کې د حیرتانو سرحدي سیمه کې د رېلګاډي پټلۍ

د چین د ګانسو د شمال لوېدیځ ولایت له مرکز لینژو څخه په سوداګري مالونو بار یو ریلګاډی افغانستان ته وخوځېد.

د چین د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، په دې رېلګاډي کې، چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د حیرتان بندر په لور روان شو، په ۳۹ کانتینرونو کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت مال وړل کېږي.

د راپور له مخې دا سوداګري مال، چې د موټر پُرزې، فرنیچر، دفتري او تخنیکي وسایل په کې شامل دي، د چین د سین کیانګ ایالت، قرغیزستان او ازبکستان له لارو تېرېږي.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت په مهال د چین او افغانستان ترمنځ د رېلګاډي په وسیله د تجارتي مالونو انتقال پیل شو خو دوام یې ونه کړ.