په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر 'جیمز ډابنز' ومړ

جیمز ډابنز

د امریکا تجربه کار ډیپلومات او د افغانستان لپاره د دغه هېواد پخوانی سفیر جیمز ډابنز د ۸۱ کلنۍ په عمر ومړ.

ډابنز یو وخت د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان له خوا په نړۍ کې د ملت جوړونې له مخکښو کسانو بلل شوی و.

جیمز ډابنز یو لسیزه د نړیوال امنیت او دفاعي سیاستونو په برخه کې د رانډ د څېړنیز انسټېټیوټ مشري کړې ده.

هغه د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له ترهګریز برید وروسته د افغانستان په شمال کې د طالبانو د مخالفو ډلو لپاره د امریکا استازی وټاکل شو.

ډابنز د ۲۰۰۱ کال په بن کنفرانس کې، چې له طالبانو وروسته په افغانستان کې د جمهوري نظام د جوړېدو پيلامه شوه، کلیدې ونډه درلوده.

ډابنز د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۶ مه په کابل کې د امریکا سفارت بیا پرانیست.