د بنګله‌دېش لوبډلمشر تمیم اقبال له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

تمیم اقبال

د بنګله دېش د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر تمیم اقبال نن پنجشنبه د یوه رسنیز کنفرانس له لارې اعلان وکړ چې نور نړیوال کرکټ نه کوي.

اقبال وویل، د افغانستان پر وړاندې د تېرې ورځې یو ورځنۍ سیالي یې وروستۍ نړیواله لوبه وه.

نوموړي داسې مهال له نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه چې لوبډله به یې د افغانستان پر وړاندې د جولای په ۸مه او ۱۱مه نېټه دوه نورې یو ورځنۍ سیالۍ هم ولوبوي.

هغه د رسنیز کنفرانس پرمهال چې له سترګو کې یې اوښکې هم بهېدلې، وویل: "دا زما د لوبو پای دی، ما تر خپلې وسې ډېرې هڅې وکړې، زه له همدې شېبې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوم."

تمیم اقبال د بنګله‌دېش لپاره ۱۶ کاله نړیوال کرکټ ترسره کړ چې د یاد هېواد په تاریخ کې تر ټولو مخکښ منډه جوړونکی دی.

نوموړي په ۳۸۹ نړیوالو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو کې لوبېدلی چې ۱۵۲۰۵ منډې یې جوړې کړي دي.

اقبال په یادو سیالیو کې ۲۵ سلیزې او ۹۴ نیمه سلیزې وهلې دي.

۳۴ کلن تمیم اقبال لومړۍ نړیواله سیالي په ۲۰۰۷ کال د کینیا پر وړاندې ترسره کړې وه او د وروستي ځل لپاره د افغانستان پر وړاندې ولوبېد.