لاهور کې له باران سره د تړلو پېښو له کبله ۸ کسان مړه شوي

لاهور کې د نننۍ ورځې د باران ورېدو یو انځور

د پاکستان په لاهور ښار کې له باران سره تړلو پېښو ۸ کسان مړه کړي دي.

د دغه هېواد د پنجاب ایالت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې تایید کړه، چې په لاهور کې د باران پر مهال دوه کسان په اوبو کې د ډوبېدو، درې د رعد او برق او درې نور کسان بیا د کورونو د چتونو د پريوتو په پېښه کې مړه شوي دي.

یاده اداره زياتوي، چې له باران په تړلو پېښو کې ۶ نور کسان سخت ژوبل شوي هم دي.

تر دې مخکې د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې ویلي وو، چې په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو او د اوبو د سطحې د راپورته کېدو ګواښ شته.

تېر کال په ټول پاکستان کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د بهېدو له امله څه باندې اولس سوه کسان مړه شول.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د دغو پېښو له امله یې هېواد ته نږدې پنځلس میلیارده ډالره مالي تاوان هم واوښت.