​​​​​​​متقي له بریتانیا د تعامل او کونسلي چارو د پیل غوښتنه کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د بریتانیا له شارژدافېر رابرت چترتون ډیکسون سره د لیدنې پر مهال.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کابل کې د بریتانیا له شارژدافېر رابرت چترتون ډیکسون سره په دوړه اړخیزو اړیکو او نورو مسلو غږېدلی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې متقي له بریتانیا غوښتنه وکړه چې په جرئت او غټ زړه سره تعامل ته ور وړاندې شي.

برتانوي چارواکو تر تېر ماښام پورې په دې اړه کومه تبصره نه وه کړې، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د بریتانیا د شارژدافېر په حواله راغلي، افغانستان کې له لسیزو وروسته د امن او ثبات فرصت رامنځته شوی او نوموړي هیله ښودلې چې د افغانستان او بریتانیا اړیکې به هم ښې شي.

د سیمې او نړۍ یو شمېر مهم هېوادونه له طالبانو سره غیر رسمی تعامل او راشه درشه لري، خو تر اوسه یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د بریتانیا له شارژدافېره غوښتنه کړې چې بریتانیا کې د افغانانو لپاره د کونسلي چارو پيل ته زمینه برابره کړي.

دا ملاقات په داسې ورځ شوی چې د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنګي جرمونو په څېړنه کې د پرمختګ خبر ورکړی، خو د متقي او ډیکسون د لیدو کتو په اعلامیه کې دغه مسئله نه ده ذکر شوې.