د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، د طالبانو حکومت له کوم جرم پرته د زده کړو فعال مطیعالله ویسا له څه باندې درېیو میاشتو راهیسي زنداني کړی دی.
د دغه سازمان د ښځو د چارو مسوولې هیدر بار پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ویسا له ډېرې مودې راهیسې همدا هڅه کوله چې هر افغان ماشوم زده کړو ته لاسرسی ولري.
د نوموړې په خبره، پر زده کړو د طالبانو د جګړې اغېز به څو نسلونو ته پاتې شي.
د قلم لارې ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیعالله ویسا د مارچ په ۲۸مه کابل کې ونیول شو او طالبانو وویل چې نوموړي 'خپل سري فعالیتونه' درلودل او 'د نظام ضد هڅونې یې' کولې.