د کييف په يوه محکمه کې چاودنه؛ اوکرایني پوليسو څېړنې پيل کړي

کییف کې د شیوچینکو محکمه کې له چاودنې وروسته پولیسو څېړنې پیل کړي.

د اوکراین د پلازمېنې کیيف د یوې ناحیې په محکمه کې له چاودنې وروسته د پولیسو څېړنې پيل شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، د محکمې دننه په ظاهره د یوه کس له خوا د یوې وسیلې له چوولو وروسته دغه چاودنه پرون ماذیګر مهال شوې ده.

د اوکراین کورنیو چارو وزارت ویلي، چاودنه د هغه کس له خوا شوې چې د محکمې یوې غونډې ته بلل شوی و.

وزارت په دې اړه خبرپاڼه کې د چاودنې له کبله د مرګژوبلې یادونه نه ده کړې او دا سپیناوی یې هم نه دی کړی چې دا چاودنه پر اوکراین د روسیې له یرغل سره کوم تړاو لري او که نه.