کرکټ؛ افغان لوبډلې له بنګله‌دېش لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د نننۍ ورځې د لوبې یو انځور

په بنګله‌دېش کې د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

بنګله‌دېش لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې په ۲۲م اور کې ۸۳ منډې وکړې او لوبه د باران له کبله وځنډېده.

د کرکټ د 'ډي ایل ایس' اصولو له مخې افغان لوبډلې دغه لوبه د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ سیالي راروانه شنبه او درېیمه راروانه سې شنبه وشي.

دواړه هېوادونه په خپلو کې دوې شل اوره سیالۍ هم کوي، چې د روانې جولای میاشتې ۱۴مې او ۱۶مې ته پلان شوې دي.