کرکټ؛ بنګله‌دېش افغانستان ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه

د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د روانې کرکټ سیالۍ یو انځور

د لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ په ترڅ کې بنګله‌دېش د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

دغه سیالي د پرلپسې اورښت له امله ۴۳ اورونو ته راکمه شوې ده.

د بنګله‌دېش په توپوهونکو کې یوازې توحید ریدوی نیمه سلیزه ووهله او په ۵۱ منډو وسوځېد.

د افغانستان لپاره په توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي ۳، راشدخان او مجیب الرحمن دوه دوه، محمدنبي او عظمت الله عمرزي بیا یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

سلیم ساپی چې په لومړي ځل په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېد، یوازې یې ۴ اورونه ترسره کړل، ۳۴ منډې یې ورکړې، خو کومه وېکټ یې وانخیسته.