د بنګله دیش په چټوګرام ښار کې د کرکټ پيل شوې سیالي د ورښت له امله وځنډېده.
دغه سیالي نن د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ بجې پیل شوه چې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.
بنګلهدېشۍ لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۵.۱ اور کې ۸۳ منډې کړې دي.
افغان لوبډلې ته محمدنبي، فضل حق فاروقي او مجیب الرحمن ویکټې اخیستي دي.
د بنګلهدېش په سوځېدلو لوبغاړو کې تمیم اقبال، لیټن ډاس او نجم الحسین شانتو شامل دي.
په دې سیالۍ کې محمدسلیم ساپي په لومړي ځل د افغانستان لپاره لوبه وکړه چې تر دې دمه یې په ۴ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې دي.