ملګري ملتونه: د افغان نجونو او ښځو هیلې له منځه تللي

په کابل کې د طالبانو له لوري له زده کړو محرومه کړای شوې نجلۍ ژاړي. March 21, 2023

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو وایي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو خوبونه او هیلې له منځه تللي دي.

یونسکو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په دې هېواد کې د ښځو د زده کړې اساسي حق تر پښو لاندې شوی او دا د نه منلو دی.

یونسکو وایي، له منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو د نجونو او ښځو د راګرځولو ځپونکې پرېکړه په افغانستان کې د زده کړې په برخه کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه وړي او زیاتوي، دا هېواد د لوستو ښځو د یوه نسل د له لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ دی، هغه چې د افغانستان یا د بل هر هېواد د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.

یونسکو وایي، که د یوه هېواد نیم نفوس له زده کړو او په ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه بې برخې کېږي، هغه هېواد نه شي کولای چې پرمختګ وکړي.