هند کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه؛ د افغانستان پر مسایلو هم بحث کېږي

ارشیف: په هند کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې انځور. 05.05.2023

تمه ده چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په مجازي غونډه کې چې نن د هند په کوربه توب جوړېږي د افغانستان پر مسایلو هم بحث وشي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې له منځنۍ آسیا سره د هند اتصال او د افغانستان وضعیت هغه مسایل دي چې په دې سرمشریزه کې د بحث لپاره نوې ډیلي ته لومړیتوب لري.

د نننۍ آنلاین غونډې مشري به د هند صدراعظم نریندرا مودي کوي.

د راپورونو له مخې چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان چې د شانګهای د همکارۍ سازمان اصلي غړي دي او څارونکي غړي یې ایران، بېلاروس او منګولیا دې سرمشریزې ته بلل شوي، خو افغانستان چې د دې سازمان څارونکی غړی دی، تراوسه نه دی وربلل شوی.