د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، د هند لهخوا افغانستان سره د مرسته شویو غنمو یوه جوپه هرات ولایت ته رسېدلې ده.
ډبلیو ایف پي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دغو غنمو اندازه لس زره مټریک ټنه ده او په خبره یې له لوږې سره مخامخ کورنیو ته یې وېش پیل شوی دی.
د ډبلیو ایف پي په وینا، هند تېر ۲۰۲۲ کال کې هم افغانستان سره د ۴۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې وه.
له افغانستان سره دغه مرستې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې دغه هېواد د نړۍ په کچه له لوی بشري ناورین سره مخامخ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، روان کال کې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې ځینو افغانانو ازادي راډیو ته ویلي، د مرستو په وېش کې عادلانه چلند نه کېږي.
بل لور ته سیګار او یو شمېر لوېدیځو اژانسونو د مرستو رسونې په چارو کې د طالبانو د مداخلې راپورونه هم ورکړي، خو طالبانو رد کړي دي.