عثمان غني له افغان کرکټ سره د پرېکون اعلان کړی

عثمان غني

د افغانستان ملي لوبډلې پيلیز لوبغاړي عثمان غني د کرکټ بورډ له اوسنۍ ادارې او ټاکونکې ډلګۍ سره پرېکون اعلان کړی دی.

غني په خپل ټوېټر لیکلي چې د کرکټ بورډ د اوسنيو مشرانو ظلم او د انتخاب کمېټې غلط قضاوت اړ کړ چې نوره لوبه ونه کړي.

نوموړي ویلي: "تر ډېر غور وروسته مې پرېکړه وکړه چې د افغانستان له کرکټ رخصت واخلم. د کرکټ بورډ اوسني فاسد مشرتابه زه اړ ویستم چې تر یوه وخته شاته ولاړ شم. زه به خپل تمرینات دوه برابره کړم او تر هغې به په تمه یم چې سمه اداره او سمه انتخابي کمېټه راشي."

عثمان غني وايي، څو وار یې د عمومي رییس میرویس اشرف د لیدلو هڅه وکړه، خو هغه ورسره ونه لیدل.

هغه دغه راز زیاتوي، د غوراوي کمېټې مشرتابه ورته په ملي لوبډلو کې د نه غوره کولو له امله هېڅ قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی.

د غني په باور د افغانستان ملي لوبډلې ټاکنه تر ډېره د خلکو د فشارونو، اړیکو او نورو طریقو پر اساس کېږي چې په وینا یې د سریلانکا پر وړاندې یو ورځنۍ او د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ سیالۍ یې ښې بېلګې وې.

د کرکټ بورډ ادارې تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.