فرانسه کې له بېګا راهیسې د اعتراضونو پر مهال ۱۶۰ کسان نیول شوي

په فرانسه کې د تېرې شپې د تاوتریخجنو اعتراضونو یو انځور

د فرانسې په بېلابېلو برخو کې د بېګانۍ شپې له اعتراضونو وروسته ۱۶۰ کسان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې هېواد کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د پیل شويو اعتراضونو زور په کمېدو دی.

دا تاوتریخجن اعتراضونه د جون په ۲۷مه وروسته له هغه پیل شول چې پولیسو د پاریس په لمنو کې یو اوولس کلن افریقايي الاصله هلک په ډزو وواژه او ورسره پولیس په سیستماتیک تشدد او توکمپالنې تورن شول.

د دې وژل شوي ځوان نیا پرون د دې مظاهرو چې په ترڅ کې یې زرګونه کسان د عامه شتمنیو د لوټ او تالان، د دوکانونو د سوځولو او نورو اقداماتو په تور ونیول شول، د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.