د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تمریناتي کمپ پیل کړ

تمریناتي کمپ لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تمریناتي کمپ د ۲۴ لوبغاړو په ګډون په ایران کې پیل شوی دی.

د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې کمپ یې د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې پیل کړی او د همدې میاشتې تر شلمې نېټې به دوام کوي.

د فدراسیون د خبر له مخې، په دې تمریناتي کمپ کې به ملي لوبډله د مرکزي اسیا د سیالیو لپاره تیاری وکړي.

دغه تمریناتي کمپ، چې د مشر روزونکي نظر مجید مرتضايي تر روزنې لاندې پیل شوی دی، غوره لوبغاړي به یې ملي لوبډلې ته انتخاب شي.