یوناما: دنوې تګلارې عملي کول د واکمنو په کړنو او د بسپنه ورکونو په ملاتړ پورې اړه لري

ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په دغه هېواد کې تر ۲۰۲۵ کال پورې د خپل فعالیت ستراتېژیک چوکات وړاندې کړ.

یوناما نن دوشنبه د جولای ۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه تګلاره له افغانانو د ملاتړ په درېیو اساسي برخو کې د دوی لومړیتوبونه په ډاګه کوي.

په دغو درېیو برخو کې لومړۍ د کلیدي سکتورونو لکه روغتیا، زده کړو، کارموندنې او تغذیې د ملاتړ، دویمه برخه کې یې د اقتصادي فرصتونو او درېیمه هغه کې د بشري حقونو ، د قانون حاکمیت، ټولشمولوالي او جنسیتي برابرۍ د ملاتړ یادونه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، د دوی د فعالیتونو ستراتېژیک چوکاټ افغانانو ته د مرستې یو پیاوړی وړاندیز دی چې له مخې به یې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو بهیر بشپړ شي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغوږي کوونکي ډینیل انډریس ویلي، دا چې ملګري ملتونه به وکولای شي دا چوکاټ به بشپړ ډول پلی کړي او که نه، په خبره یې دا د افغانستان د واکمنو چارواکو په کړنو او د بسپنه ورکونکو په ملاتړ پورې اړه لري.

ملګري ملتونه داسې مهال افغانستان کې د فعالیتونو تګلاره معرفي کوي چې له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې یې افغان ښځینه کارکونکې د طالبانو له خوا له دندو منعه شوي دي.