د روسیې واګنر اجیرې ډلې د جنګیالیو د جلب او جذب بهیر درولی

د واګنر اجیرې ډلې جنګیالي

د روسیې د واګنر اجیرې ډلې د جنګیالیو د جلب او جذب بهیر درولی دی.

واګنر ډلې شاوخوا لس ورځې وړاندې د جون میاشتې په ۲۳مه او ۲۴مه په روسیه کې د حکومت په ضد وسله وال بغاوت وکړ.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د معلوماتو له مخې، د واګنر امنیتي شرکت پرون یکشنبه یوه ټویټ کې ویلي: "په لنډمهالي توګه ځانګړو پوځي عملیاتو کې برخه نه اخلي او بېلاروس ته روانېږي."

په روسیه کې د بغاوت د پای ته رسېدو لپاره د واګنر ډلې او روسیې ترمنځ د بېلاروس په منځګړیتوب هوکړه وشوه چې له مخې یې د دې ډلې مشر یفګیني پریګوژین بېلاروس ته ولاړ.

روسیې اوس د واګنر جنګیالیو ته هم دوه غوراوي وړاندې کړي، هغه دا چې یا به بېلاروس ته ځي او یا به هم د روسیې له پوځ سره یوځای کېږي.