فرانسه کې د وژل شوي زلمي 'انا' د کرارۍ غوښتنه کړې

د نایل انا دا غوښتنه وروسته له هغې کوي، چې د پاریس په یوه څنډه کې د ښاروال پر کور د حملې پر مهال موټر ته اور واچول شو.

په فرانسه کې د یوه وژل شوي زلمي 'انا' پرون یکشنبه په دغه هېواد کې د کرارۍ غوښتنه وکړه.

کله چې د نایل په نوم دغه الجزایری الاصله ۱۷ کلن زلمی، چې تېره سې شنبه د یوه پولیس په ډزو ووژل شو، په ټوله فرانسه کې پراخ اعتراضونه پیل شول.

د هغه انا دا غوښتنه وروسته له هغې کوي، چې د پاریس په یوه څنډه کې د ښاروال پر کور د حملې پر مهال موټر ته اور واچول شو.

د نادیې په نوم د نایل انا د فرانسې 'بي ایف ایم' تلوېزیون ته د ټلیفوني مرکې پر مهال اعتراض کوونکو ته وویل: "بلوا بنده کړئ."

هغې ویلي بلوا کوونکي د هغه د لمسي له مړینې د پلمې په توګه کار اخلي.

وړمه شپه هم ۷۱۹ کسان نیول شوي وو.