د پاپ فرانسیس استازی: له مسکو څخه کتنه مې د بشرپالنې پر موضوع متمرکزه وه

د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس استازی کارډینال ماتیو زوپی

د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس استازی وایي، له مسکو څخه کتنه یې د بشرپالنې پر موضوع متمرکزه وه، نه د سولې پر طرحې.

کارډینال ماتیو زوپی، پرون یکشنبې وویل چې د سولې د طرحې په اړه خبرې اترې يې نه‌دي ترسره کړي.

له دې مخکې ویل شوي چې پاپ فرانسیس له نوموړي غوښتي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو ماموریت ترسره کړي.

زوپي تېره اوونۍ مسکو ته د سفر په ترڅ کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له یوه سلاکار یوري اوشاکوف، د ارتودوکس کلیسا د مشر پاتریارک کیریل سره لیدنې کتنې ترسره کړې.

نوموړي همدارنګه په جون میاشت کې په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره هم کتلي و.