په کابل کې د جاپان سفارت وايي، سفیر تاکاشي اوکادا په بامیان کې د کلتوري میراثونو ساحې وکتلې.
سفارت وايي، جاپان په تېرو شلو کلونو کې یې د دې دغې کلتوري لرغونې شتمنۍ ملاتړ کړی، چې یونیسکو یې هم د ملاتړ هڅه کوي.
د سفارت په ټویټر کې له پروني دې خبر سره عکسونه هم خپاره شوي، چې سفیر د بودا مجسمه او ورته څېرمه یې تاریخي ساحې له نږدې ګوري.
سفارت لیکلي، چې دغه کلتوري میراث د بامیان اوسېدونکو ته یوه شتمني ده.
ویل شوي د کابل لپاره د جاپان سفیر د دغو فرهنګي میراثونو د احیا او ساتنې لپاره د لرغونپوهانو د هغوی د غوره کار له کبله مننه کړې ده.
طالبانو په خپله تېره دوره کې د دوی د نظام تر سقوط مخکې، د ۲۰۰۱م کال په مارچ میاشت کې د بودا مجسمې په چاودنې سره تخریب کړې.
د جاپان سفارت د ۲۰۲۰م کال په فبروري میاشت کې له یونیسکو سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې جاپان د بامیان د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره د ۳ ميلیونه او ۸ لکه امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.