آی او ایم: په تېر اپرېل کې ايران او پاکستان سره د افغانانو تګ راتګ زيات شوی

د تورخم دروازې یوه څنډه

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وايي، په اپرېل میاشت کې له ایران او پاکستان سره د افغانانو تګ راتګ زیات شوی دی.

دغې ادارې نن په یوه راپور کې ویلي، د روان میلادي کال له اپرېل تر مې میاشتې پورې د مخکېنۍ میاشتې په پرتله افغانستان ته له ایرانه د افغانانو تګ له ۸۴۹۱ څخه ۲۹زره ۴۴ ته زیات شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، له افغانستانه ایران ته هم د کسانو تګ په دې موده کې له ۵۶۶۹ څخه ۲۳زره ۶۸۱ ته زیات شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان خبر ورکوي، چې له افغانستانه پاکستان ته هم له اپرېل تر مې میاشتې پورې د ور روانو کسانو شمېر له دوه لکه ۶۸زره ۵۴۵ څخه درې لکه ۲۳زره ۹۲۲ ته زیات شوی، خو له پاکستانه د ستنېدونکو کسانو د شمېر په باب یې څه نه دي ویلي.

زیات افغانان د کار روزګار په نیت له افغانستانه وځي، چې ګڼ یې نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په نیت لومړی د افغانستان ګاونډیو هېوادنو ته ځانونه رسوي.