فرانسه کې د اعتراضونو دوام؛ پر پنځمه شپه هم تر ۷۰۰ زیات کسان نیول شوي

په فرانسه کې د تېرې شپې د اعتراضونو یوه څنډه

په فرانسه کې د اعتراضونو پر پنځمه شپه هم تر ۷۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

پاریس، مارسي او لیون هغه ښارونه دي چې په تازه اعتراضونو، لوټ تالان او ورانیو کې زیات اغېزمن شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد درمنن نن یکشنبه ویلي، چې تېره شپه د قانون د تنفیذ د افسرانو د قاطعانه اقداماتو له کبله لږه کراري وه.

د فرانسې صدراعظمې الیزابت بورن ویلي، په ټوله فرانسه کې ۴۵زره امنیتي ځواکونه او اوروژونکي ګمارل شوي دي.

تېره سې شنبه د پلازمېنې پاریس په نانتر سیمه کې د نایل په نوم یو ۱۷ کلن زلمی چې په خټه الجزایری دی، د یوه پولیس په ډزو ووژل شو، چې دې پېښې په فرانسه کې پراخ اعتراضونه وپارول.