یوې خيريه ټولنې په کابل کې زرګونه کورنيو ته د قربانۍ غوښه وېشلي

ارشیف

د کاناډا اسلامیک ریلیف خیریه ټولنه وايي، د لوی اختر په مناسبت یې په پلازمېنه کابل کې زرګونه کورنیو ته د قربانۍ غوښه وېشلې ده.

په هغه ویډیو کې چې دې کاناډايي مرستندویې موسسې پر خپله ویبپاڼه خپره کړې، د دې ټولنې یو غړی چې نوم یې نه دی ښودل شوی د مرستې د وېشلو په حال کې وايي: "موږ په کابل کې شاوخوا شپږ زره کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشله او ځان مو ډاډه کړ چې باید هرې کورنۍ ته له پنځو کیلو لږه غوښه ورنه کړل شي."

د کاناډا اسلاميک ریلیف ټولنه د دې مرستې خبر داسې مهال ورکوي چې د ازادي راډیو یو شمېر اورېدونکو په خپلو پیغامونو کې ویلي چې د اختر د نمانځلو اقتصادي توان یې نه درلود.