په ننګرهار کې د ترافیکو پېښو له کبله دوه کسان مړه او ۱۷۰ کسان ټپیان شوي

ارشیف: په ننګرهار کې د یوې ترافیکي پېښې انځور

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د لوی اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو په نتیجه کې شاوخوا ۱۷۰ کسان د ولایت او ولسوالیو روغتونونو ته د علاج لپاره راوستل شوي او درملنه یې شوې ده.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، خبر ورکړی چې له دې ډلې دوه تنه مړه شوي هم دي.

د اختر په ورځو کې د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم ترافیکي پېښو مرګ ژوبله اړولې ده چې په دې ترڅ کې د اختر په لومړۍ ورځ د بامیان- بندامیر په لویه لاره کې په یوه پېښه کې څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شول.

د چارواکو په وینا، د موټر چلوونکو تېز تګ او بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی د دې ترافیکي پېښو علتونه وو.