د پاکستان پوځ: په شمالي وزیرستان او ټانک سيمو کې ۶ وسله وال وژل شوي

د شمالي وزیرستان یوه څنډه

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان او ټانک سیمو کې د نښتو په پایله کې شپږ وسله واله جنګیالي وژل شوي دي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي، دا نښتې د جمعې او پنجشنبې په ورځ شوي دي.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو کومه وسله واله ډله په نښه کړې وه.

د اسوشېتېډپرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا نښتې هغه مهال رامنځته شوې، چې امنیتي ځواکونو پر هغو وسله والو برید وکړ، چې د افغانستان پولې ته څېرمه يې پناه اخیستې وه.