د وېسټ اینډیز په سوداګریز شل اوریزه لیګ 'کربین پریمیرلیګ' کې بېلابېلو لوبډلو څلور افغان لوبغاړي د روان کال سیالیو لپاره پېرلي دي.
د یاد لیګ د لوبغاړو اخستلو پروسه د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه بشپړه شوه.
د دې لیګ په اعلان شویو لوبډلو کې نوین الحق د جمیکاتلواس، نوراحمد د ټرینباګو نایټ رایډرز، اظهارالحق نوید د سینټ کیټس او رحمن الله ګربز د ګایانا امازون په لوبډلو کې اخیستل شوي دي.
کربین لیګ هر کال د شپږو لوبډلو په ګډون د ګڼو کورنیو او نړیوالو لوبغاړو په شتون کې ترسره کېږي، چې هر کال په کې ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبېږي.