بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي راپور کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستو د پرېکړې په اړه د متحده‌ایالاتو پر اوسني او مخکېني ولسمشر سخته نیوکه کړې ده.

خو کله چې تېره شپه د دې راپور په اړه له ولسمشر جو بایډن پوښتنه وشوه، هغه وویل: "ستاسو په یاد دي چې ما د افغانستان په باب څه ویلي وو؟ ما ویلي وو چې القاعده به هلته نه وي، موږ به هلته حضور نه لرو، موږ به له طالبانو په دې برخه کې مرسته غواړو. اوس هلته څه روان دي؟ خپل مطبوعات ولولئ، زه پر حقه وم."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر د څرګندونو هرکلی کړی.

اعلاميه کې راغلي: "موږ د متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې نه شته، د حقیقت درک بولو."

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوی راپور چې د ۱۵۰ اوسنیو او پخوانیو چارواکو د مرکو پر اساس برابر شوی او پرون جمعه خپور شو ښيي، چې په افغانستان کې د نظامي ماموریت د پای په اړه د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن پرېکړو د افغانستان د مخکېني دولت د دوام په وړاندې بدې پایلې لرلې.