په فرانسه د لاريونونو پر مهال ۹۹۴ کسان نيول شوي

تېره شپه فرانسې ۴۵۰۰۰ افسران چې سپک زغروال وسایط ورسره وو او د پولیسو ځینې نور قطعات د دغو اعتراضونو او ناکراریو د کرارولو لپاره وګمارل.  

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت نن ویلي، په دغه هېواد کې د اعتراضونو د پرله‌پسې څلورمې شپې پر مهال پولیسو ۹۹۴ کسان نیولي دي.

وړمه شپه ۹۱۷ کسان نیول شوي وو.

دغه اعتراضونه وروسته هغې پیل شول، چې یو زلمی د پولیسو له خوا ووژل شو.

تېره شپه فرانسې ۴۵۰۰۰ افسران چې سپک زغروال وسایط ورسره وو او د پولیسو ځینې نور قطعات د دغو اعتراضونو او ناکراریو د کرارولو لپاره وګمارل.

تېره سې شنبه د پلازمېنې پاریس په څنډه کې د نایل په نوم یو ۱۷ کلن زلمی چې په خټه الجزایری دی، د یوه پولیس په ډزو ووژل شو، چې دې پېښې پراخ اعتراضونه وپارول.