جاپان د اوکیناوا ټاپوګانو ته نږدې په اوبو کې د روسي ځواکونو کښتۍ لیدلي

ارشیف

د جاپان دفاع وزارت پرون ناوخته اعلان وکړ، چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د روسیې د سمندري ځواکونو دوې کښتۍ د ټایوان او جاپان اوکیناوا ټاپوګانو ته نږدې په اوبو کې لیدلي دي.

تېره اوونۍ دې ته ورته اعلان د ټایوان له خوا هم شوی و.

د ټایوان دفاع وزارت تېره سې شنبه ویلي وو، خپلو ختیځو سواحلو ته څېرمه یې د روسیې دوې کښتۍ لیدلي او د هغوی د څار لپاره یې خپلې الوتکې او کښتۍ لېږلې دي.

د جاپان حکومت تېره میاشت ویلي وو، د جاپان قلمرو ته څېرمه د روسیې پوځي تحرکات او له چینايي ځواکونو سره یې ګډ پوځي تمرینات د جاپان ملي امنیت ته ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده.