کولیبا: مېرکل ۱۵ کاله په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب د وړاندیز مخه ونیوله

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وايي، کییف له اوږدې مودې له تربګنیو سره په جګړه بوخت دی.

دمیترو کولیبا د امریکا له پولیټیکو او د جرمني له بیلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې پر پخوانۍ صدراعظمې انګېلا مېرکل انتقاد وکړ، چې ۱۵ کاله مخکې یې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب د وړاندیز مخه ونیوله.

کولیبا ویلي، په ناټو کې غړیتوب، د روسیې د بلې یا هم تر دې لویې جګړې سبب نه شوای کېدای.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل، په ناټو کې غړیتوب 'د سولې پر لوري غزېدلې لار' ده.

هغه وویل، کییف تمه نه لري په داسې حال کې چې جګړه روانه وي، په ناټو پوځي تړون کې شامل شي، خو د ده په وینا تر جګړې وروسته به دا د اروپا لپاره ځانوژنه وي، که اوکراین د ناټو د غړي په توګه ونه مني.