پاکستاني چارواکي: نړيوال دې افغانستان نه منزوي کوي

د طالبانو بیرغ

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسد مجید خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان منزوي نه کړي.

ده له جاپانۍ خپرونې نایکي ایشیا سره په ځانګړې مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، دا د ټولو ګډ مسوولیت دی چې د خبرو له لارې د افغانستان ستونزه حل کړي.

مجید خان په دې مرکه کې د افغان ښځو او نجونو په برخه کې د لوېدیځ اندېښنې پر ځای وبللې، خو ویې ویل چې د افغانستان له منزوي کېدو سره بې ثباتي پراخېږي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له پنځلسمې راوروسته کابل نیولی دی، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي بند کړي او پروسږ کال یې په پوهنتون کې هم د نجونو زده کړې تر ثاني امر پورې وځنډولې.