کرکټ؛ افغانستان له بنګله‌دېش سره سياليو لپاره تمرينات پيل کړي

افغان کرکټ لوبډله په اماراتو کې د تمریناتو پر مهال

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره د درېیو یو ورځنیو او دوو شل اوره لوبو لپاره د لوبغاړو د تمریناتو خبر ورکوي.

کرکټ بورډ د لوبغاړو لنډې ویډیوګانې په خواله رسنیو کې خپرې کړي دي.

ټاکل شوې، چې له کوربه هېواد بنګله‌دېش سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ وشي بیا د جولای تر نیمایي دوې نورې یو ورځنۍ مسابقې ترسره کړي.

تر هغه وروسته به له بنګله‌دېش سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اورونو دوې لوبې وکړي.

دا لوبې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي، ځکه چې په نړیوال جام کې چې په اکټوبر کې په هند کې ترسره کېږي د افغانستان لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش سره ده.