کراچۍ کې د طالبانو کونسل: یو شمېر اسناد لرونکي افغانان بندیان دي

ارشیف: د پاکستانیو پولیسو له لوري نیول شوي افغانان

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو کونسل وایي، یو شمېر افغانان چې اسناد هم لري د کراچۍ په یوه کې بندیان دي.

عبدالجبار تخاري په یوه ویډیو کې چې له ازادي راډیو سره یې شریکه کړې ده، وایي، پرون د لنډي په نوم د کراچۍ زندان ته د بندیانو د لیدو لپاره ورغلی و.

نوموړي ويلي: "له زندانیانو سره مې ولیدل، د دوی خبرې مې واورېدې. د دوی په منځ کې ناروغان هم شته چې باید سمدستي خوشې شي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې کارت لري خو نیول شوې دي او په زندن کې پراته دي."

تخاري د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې افغان بندیان خوشې کړي، څو بېرته افغانستان ته ستانه شي.

تر دې مخکې د دې کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د ۲۰۲۲م کال د جولای له میاشتې راپه دې خوا یوازې د پاکستان په سند ایالت کې شاوخوا درې زره افغانان چې ماشومان او ښځې هم په‌کې شته زنداني شوي دي.